Banner

د هزاره نړيوالې مشاعرې په لور( يونليک)

04.08.2007 20:43

د ٢٠٠٧ ميلادي کال د جولای اوومه نېټه  د شنبې ورځ وه. د سهار په اووه بجې له کوره ووتم او د پېښور په ګلبهار کې مې د المنصور هوټل ته ځان ورساوه. د هوټل په مخکې دوه بسونه ولاړ وو. يوه سړي ورباندې د رختونو بېنرونه لګول. په يوه بېنر کښل شوي وو( اولنۍ پښتو عالمي مشاعره هزاره) سړي ته مې وويل وروره زه هم غواړم په دې عالمي مشاعره  کې ګډون وکړم. له افغانستان نه راغلی يم. لا مې خبره مکمله نه وه، چې غېږ يې راکړه او په روغبړ کې يې راته وويل: ښه ډېره ښه ، ماته اسدجان ستا د راتلو ويلي دي، درمل يې کنه.....)
    له جوړ په خير وروسته پوی شوم، چې دهزاره د سيمې شاعر او کيسه ليکوونکی ( افسانه نګار) دی. د زما کور په نوم يې د لنډو کيسو يو کتاب همدا اوس اوس چاپ شوی دی او زرخان فکري نوميږي، ورته مې وويل: نور هم څوک راغلي؟
_ هو په هوټل کې ننه غازي سيال هم ناست دی او نور ملګري راروان دي.
هوټل ته ورغلم، په مخامخ چوکی سيال صاحب ناست وو، روغبړ مې ورسره وکړ. ښه خبره داوه، چې ما له هغوی سره پخوا او د اسد لالا په کتابتون کې ليدلي وو. بس دې ته حاجت نه وو، چې بيا سره وپېژنو، نو مستقيماً مو بنډار شروع کړ.
  غازي سيال د بنو د سندريزي سيمې تکړه شاعر، ناول ليکوونکی، څيړونکی اود فلمي سندرو جوړوونکی دی. اوس څلور اويا کاله عمر لري. ما له هغوی سره د هغوی دفن او اثارو په اړه ځينې لنډې خبرې دمرکې په ډول وکړې.
     لومړی مې د هغوی د اثارو پوښتنه وکړه، دوی وويل: تر اوسه مې نهه کتابونه چاپ دي، چې په هغوی کې څلور د شاعرۍ دي، پرخه په ګلونو، د ازادۍ سحر، ښکلا د کاينات( نعتيه شاعري) چې د اسلام اباد د مذهبي امورو د ادارې له خوا ايوارډ هم ورکړل شوی دی او په دې کتاب کې راته مشرف د عمرې کولو چانس هم برابر کړی دی او ژوند او ښکلا ، چې د پاکستان رايټرز ګلډ پشاور ايوارډ يې اخيستی دی، همدارنګه درې ناولونه او يو کتاب چې زما سندرې ستا لپاره نوميږي، څلور ايوارډونه يې اخيستي دي او يو څيړنيز کتاب دی چې د کلنار بېګم د ژوند اوفن په اړه پکې څېړنه شوې ده ( د سندرې روح ) نوميږي. غازي سيال د خپلو ناچاپو کتابونو په لېست کې يوه مهم کتاب ته اشاره وکړه، چې د مو سيقۍ په فن ، تاريخچه او همدارنګه د ځينو اولسي سندرو پېدايښت او شاعرانو پکې خبرې شوې دی. دوی وويل: د خيال محمد لومړی سندره، چې تقريباٌ په لس کلنۍ کې يې ويلې ده ، داده چې،
           ( زما د نوې ځوانۍ بيا نوی دوران دی)
         او دا سندره د بنو د يوه شاعر پير غلام سندره ده. سيال صاحب وويل: ما د زرڅانګې په اړه هم څېړنه کړې ده. د هغې اصلي نوم ( ځلوبه) ده او د نورو سندرو او سندرغاړو په اړه هم ډېر معلومات لري. ما له ګلنار بېګم سره د اړيکو په اړه پوښتنه وکړه، دوی وويل:
_ دا ټول معلومات ( د سندرې روح) په کتاب کې شته؛ خو ځينې جزيات پاتې شوي دي. ما وويل خو جزيات ووايه، چې خوندي يې کړو کنه.همدا وخت دی. هغوی خدايزده ولې د جزياتو له ويلو ډډه وکړه. زه پوی نشوم چې د ګلنار بېګم په اړه به له سيال صاحب سره کوم جزيات وي؛ خو په دې يې پوی شوم، چې جزيات مهم جزيات دي. زه اوسيال صاحب په دې خبرو بوخت وو، چې يوه ډله راغله، اباسين يوسفزی و، اکرام الله ګران و، حنيف خليل و، طاهر افريدی و، روښان يوسفزی و، نياز مومندو......
زموږ خبرې د ستړی مشې خوار مشې په بيراوبار کې پرې شوې. ماسيال صاحب ته وويل: ځه بيا به که چيرې يوځای شوو، په جزياتو وغږيږو.
        په ټاکلي وخت چې بايد موږ د هزارې خوا ته روان شوی وای، اته نيمې بجې ښودل شوی و؛ خو د مشهور صحافي، اديب او شاعر سليم راز د ځنډېدو له امله په څه باندې نهه بجې له پېښوره په دوو بسونو کې روان شوو.
          زموږ په بس کې غازي سيال، اباسين يوسفزی، روښان يوسفزی، نياز مومند، طاهر افريدی، اکمل ليونی او ماسټر محمد افضل، د صوابۍ د سيمې دوه شاعران او ليکوالان طلامحمد شباب، چې د (وږمې) په نوم مجله چلوي او بل کرم ستار، چې د (حجرې) په نوم مجله چاپوي او ډېر نور خلک........نياز مومند دې مشاعرې ته له قطر څخه راغلی و. دوی هلته په قطر کې يو ادبي محفل لري، چې هر کال د پښتونخوا د سيمې ستر شاعران او ليکوالان غواړي او د هغه په درناوي کوي. تر اوسه يې اباسين يوسفزي، دروېش درانی، صابرشاه صابر، حسينه ګل او نور ډېر خلک بوولي دي. په موټر کې يې اکرام الله ګران او اکمل ليوني ته هم وويل، چې دا ځل دې خپل پاسپوټونه جوړ کړي، چې نمبر يې دی او بيا يې دا خبره په مشاعره کې پر سټېج هم ياده کړه.
          موټر روان شو او په لاره ښه خوندور بحثونه، شعرونه او ټوکې شروع شوې. داسې به ولې نه کېدل، چې له يوې خوا څلور پېنځه ساعته مزل و اوله بلې شاعران سره يو ځای شوي وو. د سايل په اړه خبرې وشوې، ځينو ولسي او د سندرغاړو شاعر وباله؛ خو ځينو يې مقام وستايه. ما په زړه کې وويل: دوی به يې هر څه ګڼي؛ خو سايل سايل دی. سايل خو په سندرغاړو پسې شعرونه نه دی زغلولي؛ خو سندرغاړي ورپسې منډې وهي او که ښه شعر سندرغاړی ووايي، په دې کې د شاعرانو ګناه ده؟ کله کله به اکمل لېوني خپل شعرونه هم وويل.
  ښکلي به نور هم وي په جهان خو داسې نه
زه هم بلا ښکلی وم ارمان خو داسې نه    ( اباسين يوسفزی)

اکمل لېوني داسې اړولی و:
        تا پکې د سپي او د پيشو برخه ونکړه
        ما هم ډېر خوړلي دي چرګان خو داسې نه
زه د صوابۍ د سيمې دوو شاعرانو طلامحمدشباب او کرم ستار راګېر کړم، خپلې مجلې يې راکړې اود افغانستان د وضعې په اړه يې رانه پوښتنې وکړې...
          له دوی نه چې خلاص شوم له طاهر افريدي سره کېناستم. طاهر افريدی په په کراچۍ کې اوسېدونکی مشهور ليکوال دی، چې تر اوسه يې د لنډو کيسو پېنځه کتابونه چاپ شوي دي. د قطر، کابل، پېښور، لندن او ځينو نورو ځايونو سفرنامې( يونليکونه) او راپور تاژونه يې ليکلي دي. اوس يې د ( تيري انکهين خوبصورت هين) په نوم په اردو کې ناول هم چاپ شوی دی. يوه د اردو د لنډو کيسو مجموعه هم لري.د جرس په نوم مشهوره مجله يې هم له کراچۍ خپروله.
           هغه زما په پېژنګلوۍ ډېر زيات خوشال شو او تر يوه ځايه يې ډېر ښه بنډار راسره وکړ. د ليکنې ډېرې لارې چارې يې راته وڅېړلې، د کيسې په تخنيک د يوه متخصص غوندې پوهېده. ما ترې د افغانستان د کيسه ليکنې حال وپوښته. هغه يوازې د زرين انځور، بريالي باجوړي او کاروان نومونه واخيستل او وې ويل، نور مې نه دي لوستي. عجيبه وه ما چې کله ترې په پښتو کې د لوی کيسه ليکوال نوم وپوښته؛ نو ډېر په جراءت او بې ريايي يې وويل:
          _ که زما دا خبره د ځان په صفت کې نه حسابوې؛ نو په پښتو کې اول لومړی کيسه ليکوال زه يم او دويم د کوټې فاروق سرور. که زما په دې خبرې څوک ګوت نيونه کوي، هم زه ورته حاضريم؛ خو دومره ده چې ماته چې څومره په کيسه ليکوالو کې د ځان پته لګيږي؛ نو زه په کې اول يم.
         د کيسې د پلاټ په اړه مې پوښتنه وکړه؛ خو دده لپاره دا پوښتنه داسې وه؛ لکه څوک چې له شاعر نه د شعر د تعريف پوښتنه وکړي. ده هم په لنډه توګه وويل: پلاټ او خاکه يې نه پېژنم؛ خو بس چې څه راباندې رانازل شي، دکيسې په چوکاټ کې يې ليکم. د شعر او شاعر په اړه بحث کې به ما د شاعرانو بيتونه ډېر لوستل . دحمزه بابا، قلندر مومند او نورو شعرونه. طاهر افريدي اباسين يوسفزي ته وويل:
 اباسينه! د درمل هم ډېر شعرونه زده دي، ښه حافظه لري، بېګاه ته به ورسره بيت بازي کوې.
         د هغه هم ډېر زيات شعرونه زده وو، ښه په نره يې سينه وډبوله. د لارې په يوې برخې کې مې اباسين يوسفزي ته د هغه ټول شعرونه ولوستل، چې څه موده وړاندې يې له BBC سره په مرکه کې ويلي وو. حيران شو، وې يې يار ته خو ظالمه حافظه لرې، بس منم دې ياره....
           کله چې مانسهرې ته ورلنډ شوو؛ نو سرک دشنو غرونو او ځنګلونو تر مېنځ  تاوېده راتاوېده، د سرک توره ليکه په شنو غرونو کې داسې ښکارېده؛ لکه په شنه چمن کې چې تور ښامار کوږ ووږ پروت وي. زما سترګې فطرت ځان ته راښکلې وې. په تصور کې خپل اريوب ته تللی وم؛ خو توپيرونه هم وو.
     لومړی توپير داوو، چې دلته د فطرت  د ښکلا لپاره په زړونو کې احترام موجود و؛ ځکه خو فطرت هم ددوی د شکر په بدل کې خپله مهرباني نوره هم زياتې کړې وه. دلته د خلکو په اوږو تبرونه نه وو، ځنګلي مارغان او ژوي د غشيو ښکار نه وو، بس ښکلا ښکلا ښلکلا او امن؛ خو زما په وطن کې ځنګلونه د تبرونو خوراک دي. فطرت په بې درېغه ډول وژل کيږي. د طبعي ښکلاګانو قاتلان سره لاسونه ګرځي؛ خو تر اوسه يې دلاس تړلو لاره له چاسره نشته.
     دويم توپير چې مخکې مو هم اشاره ورته وکړه، دا و چې د ځنګلونوتر مېنځ تور سرک تېرېده، چې پوخ و او سيمې ته يې هم اقتصاد راوړی و، هم ښکلا او هم د چاپېريال پاکي؛ خو زما په وطن کې د ځنګلونو تر مېنځ موټرونه او لارې يوازې په کاڼو او ګردونو کې تېريږي. دوړو شاوخوا د ځنګلونو ښکلا زيانمنه کړې ده. د استاد الفت په شعر کې چې جهانګرد د جهان د ګرد خبره کړې ده، زه هم فکر کوم چې جهانګرد به زما له وطنه راتېر شوی وي، استاد الفت وايي:
            له کوم خوا نه راروان يو جهانګرد و
           مخ اوڅټ باندې يې پروت د لارې ګردو
           چا ترېنه وکړله پوښتنه جهان څه دی؟
           وې يې دومره شومه پوه چې جهان ګرد و
 زه او نياز مومند څنګ په څنګ ناست و، له هغه سره مې خپله اندېښنه شريکه کړه. هغه هم ډېر خفه شو او زموږ د خلکو د پوهې لپاره يې لاسونه لپه کړل. د ځنګلونو او غرونو تر منځ موټر په خوند خوند تاوېده راتاوېده. بس د لوړو او ځوړو سفرو؛ خو ډېر خوندور. په يوه ځای کې په يوه کور ناڅاپه ډزې پيل شوې، خلکو يوه او بلې خوا منډې وهلې ، چا ويل دا کور بدي لري، ښايي له خپلو دښمنانو سره ونښتل.
      د ماسپښين دوه نيمې بجې وې، چې هزاره ته درسيدو او هلته په يوه پرتمين هوټل کې مېشته شوو. دلته نورملګري هم رارسيدلي وو. له اسلام اباد څخه افضل شوق، علي اکبرسيال او نور، له کراچۍ څخه رياض تسنيم، ماښام خټک اونور ډېر ملګري، له استراليا څخه او له نورو ډېرو ځايونوڅخه . په کونج کې حسينه ګل هم ناسته وه، چې په دې مشاعره کې لومړی ښځينه ګډون کوونکې وه. لومړۍ مو له ټولو ملګرو سره وپېژندل، ډوډۍ مو وخوړه او مونځ مو وکړ، په هوټل کې مو خپلې خپلې کوټې معلومې کړلې.
        پېنځه بجې وې، چې په بسونو کې مو د هزارې پوهنتون ته حرکت وکړ، نزدې لس دقيقې لاره وه او تر څو چې  مشاعره شروع کيده، شپږ بجې شوې. د هزارې د پوهنتون حويلي ډېره ښکلې وه. د هرې موضوع او مضمون ډيپارټمنټ پکې مالوم و او که ووايم له هره پلوه يو مجهز پوهنتون و، بې ځايه به نه وي. د مشاعرې په څنګ کې د هزارې د تاريخي اثارو يو نندارتون هم د مشاعرې د کوربه اسماعيل ګوهر له خوا برابر شوی و او همدارنګه په يوه څنډه کې يوه سړي د خرڅلاو لپاره نوي کتابونه په څو کټونو کې ايښي وو؛ خو بيه يې دوه چنده وه.
  د مشاعرې په لومړي نشست ( ناسته) کې مشران او مېلمانه طاهر افريدی، سليم راز،ډاکټر محمداعظم اعظم ( د پښتو بورډ مشر) او ځينې نور کسان وو. په دوهمه ناسته کې جنرال عبدالصمد مومند، حسينه ګل هم پرې ورزيات شول. لومړی ناسته له شپږو بجو پيل شوه، تر اتو بجو پورې د ډوډۍ خوړلو لپاره د مشرانوپه خبرو پای ته ورسېده؛ خو خبرې ځکه اوږدې شوې، چې سليم راز پخپلو خبرو کې وويل( شاعر بايد جانب دار وي، هغه څوک چې وايي شاعر اوليکوال دې غير جانبدار نه واوسي، ښه نه کوي، زه وايم قاضي هم بايد د حق په طرف وي او يو جانب خپل کړي.) دده استدلال داو، چې که شاعربې طرفه وي او خاموشي اختيار کړي، دا خپله له ظالم سره مرسته ده. شاعر او ليکوال بايدد مظلوم په حق کې د بغاوت چغې ووهي او له ظالمه د هغه حق په زور واخلي، که بې طرفه واوسي بيا يې نو څه ګټه؟ د سليم راز په خبرو طاهر افريدي او اعظم نيوکې وکړې. د ډاکټر اعظم دليل داو، چې څوک حق نلري چې له شاعره قلم واخلي او ټوپک په لاس کې ورکړي، که ورکوي يې، پېسې به يې ډېرې وي او ظلم کوي.....
       د ډوډۍ پر وخت له افضل شوق سره مخ شوم، هغه ډېر خوشال شو، مينه يې د ستايلو وړ وه. خپل کتابونه يې راکړل او د ملګرو لپاره يې هم راکړل. افضل شوق په پښتو سفرنامو کې مشهوره نامه ده؛ خو شاعري يې هم لوستونکي لري. کتابونه يې چې ماته راکړل داوو:
_ ستا د څېرې په لټون (شعر)
_ شلېدلی امېل (شعر)
_ اووه ګامه مزل (يونليک)
_ د لمر ترکلي پورې = = =
_ مزل په واورو باندې = = =
_ پروني مخونه (ناول)
يو کتاب چې ډېر په ښکلي صحافت چاپ شوی و، هغه د افضل شوق د شعرونو انګليسي ژباړه وه (turest of fates ) نومېده، چې ژباړه يې (Alley Boling ) کړې وه.
تر ډوډۍ وروسته بيا مشاعره پيل شوه او ددوی په اصطلاح دې دوهم نشست د شپې تر دوو بجو دوام وکړ.
 يوه خبره چې ماته تر هرڅه مهمه وه، د هزاره پوهنتون د رييس يا ددوی په اصطلاح د چانسلر خبرې وې، د هغه مينه وه، چې له پښتو سره يې لرله اود هغه بې نهايته مرسته وه، چې ددې نړېوالې مشاعرې په جوړېدو کې يې کړې وه. اوږدې خبرې يې وکړې؛ خو خوږې خبرې يې وکړې. وې يې موږ اوس  د جنيتک په ډيپارټمنټ کې د پښتو په DNA تجربې او کار کوو، چې پښتانه څوک دي او له کوم ځايه راغلي دي. دې علمي څېړنې ته يې ناستو خلکو ډېرې چکچې هم وکړې. په پای کې يې له مېلمنو وغوښتل، چې هغوی دې سبا ته ددوی مېلمانه شي، چې د هزاره په تاريخې سيمو کې چکر ورکړي؛ خو سبا ته موسم خراب و، د باران له امله دا ارمان همداسې پاتې شو. بله خبره چې ما غوښتل په دې ځای کې به يې وليکم داوه، چې د تلو پروخت له ځان سره وويل زه به که خيروي د ټول شاعرانو د شعرنمونې له ځانه سره راوړم او په دې ليکنه کې به يې ځای کړم، ترڅو لوستونکي هم په دې مشاعره کې راشريک کړم؛ خو دا کار د وو ستونزو له امله پاتې شو، لومړی دا چې زه د مشاعرې پر وخت په ټول جريان کې له يوه نازولي ملګري او مشر سره په ميسجونو بوخت وم او هغه ته مې په هره ثانيه کې د مشاعرې خبر ورکاوه، اوس څوک جګ دی؟ اوس څه حال دی؟ څنګه چل شو يار؟ او.......دې پوښتنو ته ځواب ويل زما مهمه دنده وه.
بله خبره دا چې زه چې حافظې ته څه شی سپارم هغه په ارادي توګه نه وي، بس خو دومره پوهېږم چې په دې پروژه کې دوه پروسې تر سره کيږي، لومړی دا چې د ذوق پواسطه د شعر انتخاب دی او چې شعر زما په ذوق برابرشي؛ نو دوهمه پروسه ( په حافظه کې ساتل) پخپله ترسره کيږي. په دې  مشاعره کې زما د خوښې د شاعرانو شمېر هم دومره زيات نه و او يو څو تنه چې پکې وو، د هغوی يو څو بيتونه خو ښايي سره راټو کړای شم.
   د ګران په غزل کې يو بيت زما له خولې ناڅاپه واه واه واېستل:
د محبت د قتل بوی يې له قبا نه راځي
مونږه خو ځکه د ذاهد په خوله توبه نکړله
اباسين يوسفزي څو قطعې او يو غزل ولوست. په يوه قطعه کې يې خوندوره اندېښنه درلوده:
هغه که ويني هم نو څه به ويني؟
چې ورځ به ويني او که شپه به ويني؟
ما ته له دې غمه اوس خوب نه راځي
چې ړوند به خوب ويني که نه به ويني؟
بله قطعه يې هم ډېره خوندوره وه. د پښتو د مينو او محبتونو يو ځپلی تصوير يې پکې وېستی و:
دا خزان به مې ځيګر کړي پاڼې پاڼې
راشي ګل راته په ور کړي پاڼې پاڼې
اخر دې ته به څوک څنګه مينه وايي؟
چې ګلاب درته څوک درکړي پاڼې پاڼې
د غزل رديف يې هم ډېر ښکلی و او ترپايه په داسې چکچکو بدرګه شو، چې د سړي ورباندې رخه راتله. په غزل کې يې يوه دوه بيتون وو:
که ځواني هم ترېنه لاړه شي نو ځي دې
په والله که څه ترې کم شي داسې دی
اباسين هم ډېر په خپل حسن غره دی
دی يې مخې کې مدهم شي داسې دی
د خپلواک په نوم يو بل ځوان راولوټېد؛ خو خپل غزل يې په داسې شرنګيدلي ترنم پيل کړ، چې د ناستو خلکو ذوقونه يې د سُر او تال په ټالونو وزنګول.

ويلی نشم ادا ته يې اظهار د مينې
هغه په ورين تندي دهر سړي سلام اخلي
اکمل لېونی په دومره چکچکو راپاڅېد، چې زه ورته حېران شوم؛ خو تر يو څو طنزيه قطعو وروسته يې په کړنګيدلي ترنم دا غزله پيل کړه:
څنګه زندګي چې د ساه نه بغېر نه کيږي
داسې ګزاره مې د جانانه بغېر نه کيږي
دا غزله چې ختمه شوه په همدې وزن او کمپوز يې پسې دا سلسله پيل کړه:
څرنګه واده چې د نکاح نه بغېر نه کيږي
د غسې نکاح هم د ملا نه بغېر نه کيږي
ټيک دی چې اکمله شاعر نه يې شاعر ګوټی يې
خو_ يوه مشاعره هم ګورئ ستا نه بغېر نه کيږي
شاعران ډېر وو، ګنې اکمل لېونی چا تر سهاره هم له سټېج نه کوزېدو ته نه پرېښوده. علي اکبر سيال خوشال بابا ته ډالۍ شوې سندره وويله:
له ننګيالو سترګو دې جارشم د وطن ښکليه
ګل ګل بدن ښکليه
ورک دې نازونه مه شه
سپور دې رنګونه مه شه
د افضل شوق دوو نظمونو ته مې توجه نه وه؛ خو د هغه يو نظم مې ډېر خوښيږي چې وايي:
څوک چې ګوري راته
وايم دا به ته يې
څوک چې خاندي راته
وايم دا به ته يې
دا به ته يې
دا به ته يې
بس په دغه رنګه زه
په دا او دا کې
په لټون ستا د څېرې
د سلو يارشوم
د طلامحمد شباب يوه قطعه وه چې:
موږ د لفظؤنو جادوګر چې دا سندرې ليکو
د پښتنو لپاره ليکو پښتونخوا له ليکو
چې پښتانه هډو لوستلی او ليکلی نشي
حيران په دې يمه ملګرو دا به چا له ليکو؟
حسينه ګل په ډېر جراءت خپل شعرونه واورول؛ خو دې دوو بيتونو يې ماته ډېر خوند راکړ:
چې ستا ديو ښکلي ادا دسره نه ځاريږو
مونږه هغه نه يو چې ستا دسره نه ځاريږو
چې په محفل کې راته سم له شرمه ګورې هم نه
مونږه د داسې وارخطا د سره نه ځاريږو.
د مشاعرې وروستي شاعران ددې لپاره، چې مېلمانه وو، زه او جنرال عبدالصمد مومندوو؛ خو ددې ليکنې پروخت والله که نه راته خپل شعر ياد وي او نه د جنرال صاحب.
اوس نو دوه بجې دي او د هوټل په لوري روان يو، کله چې هوټل ته ورسېدو شړکنده باران شو. بس ايله موخپلو کوټو ته ځانونه ورسول.په کوټه کې راسره طلامحمد شباب، ماسټر محمد افضل افضل او اکرم ستاروو. د مشاعرې په اړه وغږيدو؛ خو په ما د خوب څپه راغله او نه پوهېږم چې دوی به تر کومې سره غږېدلي وو.
      د سهار د چای په وخت راسره حسينه ګل يو ځای شوه. هغې راسره د يوه افغان مېلمه په توګه ښه چلند وکړ. خپل نوی کتاب يې هم راته ډالۍ کړ، چې په افضل شوق باندې څېړنه او تحقيق يې کړی و او يو څه کتابونه يې نور هم د افغانستان د ځينو ملګرو لپاره راکړل. يوه خبره وه ځينو خلکو ډېره هڅه کوله، چې ماته زيات کتابونه راکړي، ددې په خاطر چې افغانستان ته يې يوسم؛ ځکه خو له ما سره د کتابونوپنډه دومره درنه شوه، چې تر کوره مې په ډېر تکليف راورسوله.
    نهه بجې کېدې چې بېرته په موټرونوکې راکېناستو؛ خو ما وروستی سيټ ځکه خوښ کړ، چې يو خوکتابونه راسره ډېر وو او بل ستړی وم، غوښتل مې په لاره خوب وکړم؛ خو په ټوله لاره په خوب ځکه پوه نه شوم، چې په موټر کې د ادب په هکله بحثونه روان وو، يعنې خوندورې خبرې مې په خوب کې اورېدې....
يو وخت چې راويښ شوم له موټره ډېر خلک په لارو کوز شوي وو. موټر نور منزل ته رانږدې شوی و. له ملګرو سره مې خدای پاماني وکړه او پخپل ځای کې ترې راکښته شو!


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.